Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د بوټسوانا د الماسو تولید ۱۴٪ زیات شوی ځکه چې اقتصاد بیا رغونه ښیي

    نوومبر 5, 2026

    د پونې میټرو دریمه کرښه د مودي د دوهم پړاو د بنسټ ډبره کېښودلو سره پرانیستل شوه

    نوومبر 4, 2026

    MEAPMP پیل کوي: په ټوله MEA کې د خپلواک اعلاناتو ټیک او پریمیم میډیا پیرود بیا رغول شوی

    نوومبر 4, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    تازه خبرونه
    • د بوټسوانا د الماسو تولید ۱۴٪ زیات شوی ځکه چې اقتصاد بیا رغونه ښیي
    • د پونې میټرو دریمه کرښه د مودي د دوهم پړاو د بنسټ ډبره کېښودلو سره پرانیستل شوه
    • MEAPMP پیل کوي: په ټوله MEA کې د خپلواک اعلاناتو ټیک او پریمیم میډیا پیرود بیا رغول شوی
    • د اندونیزیا د غیر تیلو صادرات د سوداګرۍ ۱۰.۶۱ ملیارد ډالرو اضافي عاید زیاتوي
    • د اوپن اې آی تړونونه ادنوک او ابوظبي حکومت ته فرنټیر اې آی راوړي
    • فرسټ رینډ د افریقایي پور ورکوونکو سره یوځای کیږي چې د کینیا بانک استملاک ته سترګې په لار دي
    • په بنګله دیش کې د ډینګي له امله د مړو شمېر ۴۱۸ ته ورسېد، د ۲۰۲۶ کال تر ټولو خونړۍ میاشتې وروسته
    • د کوریا د چپ صادرات ۲۵۹٪ لوړ شوي ځکه چې د اکتوبر په میاشت کې بار وړل ریکارډ ته ورسیدل
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    Akhbari KhavatinAkhbari Khavatin
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Akhbari KhavatinAkhbari Khavatin
    کور » ګلوبل ټایمز: BRI ګډه پراختیا وړاندې کوي: د همکارو هېوادونو چارواکي
    PR Newswire

    ګلوبل ټایمز: BRI ګډه پراختیا وړاندې کوي: د همکارو هېوادونو چارواکي

    نوومبر 24, 2023

    وینزو، چین، نوېمبر 23، 2023 /PRNewswire/ — د چین له خوا وړاندیز شوې د یوه کمربند او یوې لارې طرحه (BRI) د “زړه  اتصال” لرلید په واقعیت باندې اړولی دی او دا د ګډې پراختیا لاره ګرځېدلې ده، د BRI د همکارو هيوادونو سفیرانو او چارواکو د چهار شنبه په ورځ د ختيځ چین د فوجیان ولایت په فوژو کې د ګردي مېز په ترڅ کې دغه څرګندونې وکړې.

    “په چین کې د نیپال سفیر ښاغلي بیشنو پوکرا شريستا وویل، BRI د نړۍ ذهن ته بدلون ورکړی دی،” او څرګنده یې کړه چې دغه طرحه نه یوازې په ترانسپورتي برخه کې، بلکه د ذهنونو او زړونو په اتصال باندې تمرکز کوي.

    “شریستا د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، دغه لرلید او مفکوره دا مهال د لاسرسي وړ ګرځېدلې ده.”  نوموړي څرګنده کړه، نيپال له BRI څخه ډېره ګټه پورته کړې ده، او د رېلګاډي د پټلیو او سړکونو په ګډون په نیپال کې ډېرې پروژې بشپړې شوې دي چې یادې پروژې د دوه اړخیزې ګډې همکارۍ او همدارنګه د یاد هېواد د پرمختګ لامل شوې دي.

    شریستا دغه څرګندونې د یوه کمربند او یوې لارې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په نړیوال کنفرانس کې د ګردي میز په ترڅ کې وکړې، چې د نړۍ د سوداګرۍ او صنایعو له خونې، د صنعت له اتحادیو او نورو ټولنیزو سازمانونو سره د اصلي ګډون کوونکو په توګه د نړۍ په کچه د همکارۍ او تبادلې لومړی پلټ فارم دی. دغه کنفرانس، چې هر کال ترسره کیږي، موخه یې د BRI د همکارۍ  له پرمختګ سره د سوداګرۍ د خونې د سرچینو کارول او د نړیوالو همکاریو د نوو فرصتونو لټول دي.

    په چین کې د سومالیا سفیر، اولي علي کولانی، د ګردي میز په ترڅ کې وویل، BRI د هغې نړۍ لپاره یو فرصت دی چې اوس سره وصله ده، او د دغې طرحې ظرفیت نامحدوده دی، نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د کووېډ19 وبا د دغې طرحې پروسه ځنډولې ده، اما په دې سره د دا ډول نړيوالې پروژې ارزښت لا څرګند شوی دی.

    په چین کې د سریلانکا د سفارت شارژدافیر، کادیرکامو کنډاسامي یوګانادان، د BRI تر چتر لاندې د بندرونو، هوایي ډګرونو او چټکو لار په ګډون د یو شمیر زیربنایي پروژو یادونه وکړه. یوګانادان د کلمبو د بندر پروژه د بېلګې په توګه یاده کړه او څرګنده یې کړه چې دغه پروژه له عصری پایښت لرونکي ډیزاین او د ښار د له ځیرکو مفکورو څخه په استفادې سره رغول کېږي چې د معلوماتي تکنالوژۍ په صنعت، د مالي خدماتو او ترانسپورت او لوجستيک په برخه کې د پانګونې فرصتونه چمتو کوي.

    په بیجېنګ کې د عربي هېوادونو د اتحادیې شارژدافیر احمد شعیب څرګنده کړه چې په BRI کې ګډون کوونکي عرب هېوادونه له چین سره د پراخه تعامل ښکارندويي کوي. دغه طرحه د نړيوالې همکارۍ د ځواک څرګندويي کوي چې دا له یو او بل سره داسې د اتصال ځواک ګڼل کېږي چې له ملي او توکمیزو پولو څخه تېرېږي.

    شعیب څرګنده کړه چې د چین او عرب هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا هم د BRI طرحې یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې د کلتوري، سیلانیزې او هنري همکارۍ څرګندويي کوي.

    BRI د چین او عربي هېوادونو د خلکو تر منځ د یووالي نښه ده. شعیب همدارنګه زیاته کړه، دغه طرحه د سړکونو او پلونو د رغولو تر څنګ کولای شي همېشنۍ، لا بریالۍ او لا همغږې ګډې همکاري رامنځ ته کړي.

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2284249/BRI_offers_common_development_officials_partner_countries.jpg

    اړیکه: یو ژانګ، zhangyu@huanqiu.com

    مربوطه لیکنې

    Jiahui د CAR-T درملنې ته د نړیوال لاسرسي د پراخولو لپاره د خلیوي درملنې نړیوال مرکز پرانیست

    اکتوبر 29, 2026

    XCMG د ازبکستان او اندونیزیا د زده‌کوونکو لپاره د ګډو تعلیمي برنامو په پیلولو سره د بیلټ اېنډ روډ نوښت په چوکاټ کې د استعدادونو د روزنې همکاري پیاوړې کوي.

    اکتوبر 28, 2026

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    اکتوبر 21, 2026
    تازه ترین خبرونه
    سوداګرۍ

    د بوټسوانا د الماسو تولید ۱۴٪ زیات شوی ځکه چې اقتصاد بیا رغونه ښیي

    نوومبر 5, 20260

    ګابورن، بوټسوانا / AfricaWire.IO / – د بوټسوانا د الماسو تولید سږ کال ۱۴٪ زیات…

    د پونې میټرو دریمه کرښه د مودي د دوهم پړاو د بنسټ ډبره کېښودلو سره پرانیستل شوه

    نوومبر 4, 2026

    MEAPMP پیل کوي: په ټوله MEA کې د خپلواک اعلاناتو ټیک او پریمیم میډیا پیرود بیا رغول شوی

    نوومبر 4, 2026

    د اندونیزیا د غیر تیلو صادرات د سوداګرۍ ۱۰.۶۱ ملیارد ډالرو اضافي عاید زیاتوي

    نوومبر 4, 2026

    د اوپن اې آی تړونونه ادنوک او ابوظبي حکومت ته فرنټیر اې آی راوړي

    نوومبر 3, 2026

    فرسټ رینډ د افریقایي پور ورکوونکو سره یوځای کیږي چې د کینیا بانک استملاک ته سترګې په لار دي

    نوومبر 3, 2026

    په بنګله دیش کې د ډینګي له امله د مړو شمېر ۴۱۸ ته ورسېد، د ۲۰۲۶ کال تر ټولو خونړۍ میاشتې وروسته

    نوومبر 2, 2026
    © 2022 Akhbari Khavatin | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.